د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۵:۷
45

د پوهنې وزارت د تدریسي لایحې له مخې، د هېواد د سړو ولایتونو کلنۍ آزموینې په لاندې ډول پیلېږي:
۱- د هېواد په سړو ولایتونو کې د رسمي او خصوصي ښوونځیو د لومړنیو/ ابتدائیه دورو کلنۍ آزموینې، د  ۱۴۰۲ لمریز کال، لړم میاشتې په ۲۵ نېټه، پنجشنبې ورځ پيل او د همدې لړم میاشتې تر پایه به دوام ولري.
۲- د سړو ولایتونو د رسمي او خصوصي ښوونځيو د منځنيو / ثانوي دورو کلنۍ آزموينې، د ١٤٠٢ لمريز کال، لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه، چهارشنبې ورځ پيل او د همدې لیندۍ مياشتې په ۱۵مه نېټه پای ته رسېږي. 
پورتني ټکي د ښوونځيو د مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو د خبرتیا په موخه، هغوی ته وړاندې شول.
د افغانستان پوهنې وزارت مشرتابه، د الله تعالی(جل جلا له) له دربار څخه، زموږ ګرانو زده کوونکو ته د بریالیتوب او روغتیا هیله کوي.

والسلام
الحاج مولوی حبیب الله آغا
د پوهنې وزارت سرپرست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS