په کابل ښار کې د "نجم القرآن" تر سرليك لاندې د آزاد رقابت سيالۍ تر سره شوې

په کابل ښار کې د مدارسو او دارالعلومونو ترمنځ د "نجم القرآن" تر سرلیک لاندې د قرآن عظیم الشان د حفظ او حسن قرائت سیالۍ د زده کوونکو د استعدادونو د ودې او هڅونې په موخه تر سره شوې.
دغه سیالۍ د کابل ښار پوهنې رياست او د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو د مسئولینو په حضور کې د ياد وزارت د ساینس مرکز په تالار کې، د علماوو او پوهانو تر څارنې لاندې ترسره شوې.
په پیل کې د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو تدریسي او علمي آمر مولوي مبین شاه رمزي مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د سياليو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل.
ويناوالو د قرآني علومو په اهميت خبرې وکړې او ويې ويل: د دغو سياليو ترسره کولو موخه، د قرآن کريم زده کړي ته د ځوانانو هڅول، په ملي او نړيواله کچه د قرآن کريم د ستورو پېژندل دي.
دوی له حافظانو او طلابو وغوښتل، تر څو خپل شخصي او ټولنیز ژوند د قرآن عظیم الشان د مبارکو ارشاداتو له مخې تنظيم کړي.
د یادولو وړ ده چې په يادو سیالیو کې د کابل د دیني بنسټونو څه باندې ۵۰ تنو حافظانو او طلابو برخه اخیستې وه چې ګټونکي به د ټاکل شوي پلاوي له لوري له دقیقې او علمي ارزونې وروسته وپېژندل شي.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ تر اوسه د هېواد د شپږو ولايتونو د زده کوونکو ترمنځ ترسره شوې دي.