د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معين سره وکتل

د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین ښاغلي حافظ مولوي حامد حسیب په مشرۍ د ياد وزارت پلاوي په داسې حال کې چې د دغه وزارت د جامعاتو او دیني تخصصاتو لوى رئیس مولوي فرید هم حضور درلود، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معين الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
په پيل کې د پوهنې وزارت معين د لوړو زده کړو وزارت معين ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې يې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال ګډې آزموینې ته په پام سره د هېواد له خصوصي مدارسو څخه فارغ شويو علماوو کرامو په تړاو مفصلې خبرې وکړې او لازم تصمیمونه یې ونیول.
په پای کې دواړو لورو د خپلو وزارتونو ترمنځ د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.