په میدان وردګ ولایت کې یو محراب جومات پرانیستل شو

د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ دارالاېتام په انګړ کې، د حضرت عمر فاروق «رضي الله عنه» په نوم یو محراب جومات د مسؤلینو،م/جاهدینو او خیریه خلکو په مالي مرسته جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد جومات په پرانیستنه کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د سیدآباد ولسوال قاري بختیار معاذ، پوهنې رئیس، علماوو او قومي مشرانو ګډون درلود.
په غونډه کې ویناوالو د قرآن کریم او د رسول الله (صلي الله علیه وسلم) احادیثو ته په اشارې سره د نبوي جوماتونو او دیني ځایونو د جوړولو او د ټولنې په اصلاح کې د هغوی رغنده رول په تړاو مفصلې خبرې وکړې.
دغه راز مسئولینو له هغو کسانو څخه چې مالي مرسته یې کړې مننه وکړه او له نورو شتمنو کسانو یې وغوښتل، تر څو د داسې ځایونو په جوړولو سره ځانونه له صدقه جاریه ثوابونو برخمن کړي.
د يادونې وړ ده، د دغه جومات مالي لګښت ۸ ميليونه افغانۍ ګڼل شوی، کوم چې د مسؤلینو،م/جاهدینو او خیریه خلکو له لوري ورکړل شوى دى.