د تخار ولایت پوهنې ریاست اړوند د عمومي زده کړو د پروګرامونو مسلکي غړي وټاکل شول

د تخار ولایت د تخار ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو د روزنې او ښوونیزې څارنې ۱۵ تنه کارکوونکي، د یاد ریاست د عمومي زده کړو د پروګرامونو د نویو مسلکي غړو په توګه معرفي شول.
د پېژندګلوۍ په مراسمو کې د تخار ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر او د یاد ریاست د کلیدي څانګو آمرینو هم حضور درلود.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنې رئیس د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د نوي اداري جوړښت په اړه د خبرو ترڅنګ، استادانو او د ښوونیزې څارنې غړو ته په نویو بستونو کې د ټاکل کېدو په تړاو مبارکي وویله.
نوموړي څرګنده کړه؛ هیله مند یم، چې تاسو به د اسلامي اصولو په رڼا کې د پوهنې وزارت او د تخار ولایت د پوهنې ریاست د پالیسیو او پلانونو له مخې خپل مسئولیتونه په لاښه ډول ترسره او د پوهنې لاښه والي په برخه کې به د ښوونکو د مسلکي مهارتونو په لوړولو کې جدي هڅې وکړئ.
له بلې خوا نویو کارکوونکو د پوهنې وزارت د مشرتابه د هغې پرېکړې هرکلى وکړ، چې په ترڅ کې یې د دارالعلومونو د استادانو او د ښوونیزې څارنې غړي د یاد رياست نورو ورته څانګو ته ور وپېژندل شول.
یاده غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.