کونړ ولایت کې د ۲،۱ مېلیون افغانیو په لګښت د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

media-moe
Thu, Nov 14 2024 9:34 AM
fggggggggggd

د کونړ ولایت پوهنې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د لوټانو لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او د پوهنې رئیس مولوي محب الله حیدري، مسئولینو، قومي مشرانو او دیني علماوو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغه ښوونځي مالي لګښت ۲ مېلیونه ۱۰۰ زره افغانۍ دی، چې د حداد فرهاد خیریه بنسټ د کلتوري مرکز له خوا ورکړل شوی دی.

د کونړ پوهنې رئیس او نورو ویناوالو په ټولنه کې د علم او پوهې په ګټو خبرې وکړې او د ښوونیزو بنسټونو جوړول یې یو له صدقه جاریه نېکو اعمالو څخه وبلل.

په ورته مهال، یوشمېر مشرانو او د سیمې خلکو د خپلو اولادونو ښوونې او روزنې په برخه کې ، د پوهنې وزارت د رهبرۍ له پاملرنې څخه خوښي څرګنده کړه او د یاد وزارت له پلانونو او پروګرامونو څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS