پوهنې وزارت لخوا د علمي شورا متخصصینو بستونو لپاره د آزاد رقابت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
Tue, Nov 19 2024 1:27 PM
\zxxcc

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب او د کابل ښار په پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني سربېره د ځینو مرکزي رئیسانو په حضور کې، د یاد وزارت د علمي شورا بستونو لپاره د متخصصینو ګمارلو په موخه، د آزاد رقابت آزموینه واخیستل شوه. لومړی د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د یادې پروسې پر پیلېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، نن هغه ورځ ده، چې د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت د قوي رهبرۍ په استازیتوب د آزاد رقابت پروسه پلې کوي، تر څو په پوره روڼتیا سره وړ کادرونه په یادو بستونو کې وګمارل شي. دغه راز د یاد وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس وویل، دا چې د معارف بنیاد جوړول د مسلکي اشخاصو په جذبولو کې دی، له نېکه مرغه د اوسني ښوونیز نظام مشران ژمن دي، تر څو وړ او بااستعداده کسان د آزاد رقابت له لارې په تعلیمي بنستونو کې وګماري. د یادولو وړ ده، په دغه پروسه کې له ټول هېواد څخه شاوخوا ۱۶۰ تنو علمي کادرونو ګډون کړی وو، چې په پایله کې به یې ۱۴ تنه په اړوندو بستونو کې وګمارل شي. غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS