فراه ولایت کې څه د پاسه ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت د یو ښوونځي بیارغونې چارې بشپړې شوې

media-moe
Tue, Nov 19 2024 1:33 PM
z\xcz

د فراه ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو په وینا، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۵۹۱ زره ۶۲۹ افغانیو په لګښت، د یاد ولایت مرکز اړوند د کاریز سوخته ښوونځي بیارغونې چارې چې پخوا پیل شوې وې، بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شو. د یاد ولايت د پوهنې رياست مسئولينو، د دغه ښوونځي بيا پرانیستلو په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د پرمختيايي پلانونو په باب خبرې وکړې او زیاته یې کړه، دغه وزارت تل هڅه کوي، تر څو د هېواد د پوهنیز نظام لاپياوړتيا په موخه د ماشومانو لپاره لازمې ښوونيزې او روزنیزې آسانتياوې رامنځته کړي. دغه راز د سيمې يو شمېر خلکو د ياد ښوونځي پر بيارغونې خوښي څرګنده او د پوهنې د تعمیم په برخه کې يې د پوهنې وزارت له ارزښتناکو کړنو څخه د مننې ترڅنګ، د پوهنې له پروګرامونو خپل مادي او معنوي ملاتړ اعلان کړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS