په میدان وردګ ولایت کې د ښوونځیو د ښوونکو او مدیرانو مسلکي وړتیا لوړولو لپاره «د عملي درسونو څارنې پروګرام »دوام لري

media-moe
Thu, Jul 03 2025 11:27 AM
21

د "کوچنګ" پروګرام، چې په ټولګیو کې د ښوونکو د تدریس څارنه او مشاهده کول پکې شامل دي، د میدان وردګ ولایت په ناصریان او حضرت علي ښوونځيو کې "د مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره «د ساعتوار، کلني او مسلکي پراختیا پلانونو چمتو کولو او تنظیمولو" تر سرلیک لاندې ترسره شو.

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت د پورته پروګرام د موخې په تړاو وویل:

یاد پروګرامونه د مدیرانو او ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د تدریسي مېتودونو د روشونو ترویج، د تدریسي او اداري ننګونو حل او همدارنګه د ښوونکو لپاره د ساعتوار، کلني او مسلکي پراختیا پلانونو چمتو کولو او تنظیم په موخه طرحه او پلي شوي دي."

نوموړي زیاته کړه چې په ښوونځیو کې رامنځته شوي تعلیمي فرصتونه د تجربو تبادلې، د ګډو ستونزو حل کولو او د زده‌کړې کیفیت لاښه کولو لپاره چمتو شوي دي.

د هغه په ​​وینا، په پلان جوړونې کې د نویو مېتودونو کارول او د ښوونکو مسلکي ودې ته پاملرنه د میدان وردګ ولایت په ښوونځیو کې د زده‌کړې کیفیت لاښه والي په لور یو مهم ګام دی.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS