د هېواد په ګرمو سیمو او ولایتونو کې نوی ښوونیز کال پیل شو

media-moe
Sun, Sep 07 2025 3:29 PM
5145

هر کال د پوهنې وزارت له لایحې سره سم، د وږي په ۱۵مه، د هېواد د ګرمو سیمو او ولایتونو ښوونیز کال په ځانګړو او شاندارو مراسمو سره پیل کېږي.

دغه راز سږ کال هم په هغو غونډو کې چې پکې د پوهنې رئیسانو، چارواکو، ښوونکو، زده‌کوونکو، د سیمه‌ییزو ادارو یو شمېر مسئولینو او علماءکرامو برخه درلوده، پيل شو.

په یادو غونډو کې چارواکو او ویناوالو، د ټولنې د اصلاح او د ملت د هوساینې لپاره د ښوونې او روزنې ګټو ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې د پوهنې وزارت د خپلو چمتو شویو پلانونو او پروګرامونو سره سم لازیاتې هڅې کوي ترڅو د هېواد په ټولو برخو، په ځانګړې توګه لېرې پرتو سیمو کې ښوونیز او روزنیز چوپړونه لاپسې پراخ کړي.

علماءکرامو او نورو ویناوالو هم د اسلام د مقدس دین له نظره د علم او پوهې په اړه خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې خپل ماشومان د زده‌کړې او پوهې لپاره مدارسو او ښوونځيو ته واستوي.

مراسم د تعلیم د پرمختګ او د هېواد د مجاهد ملت د هوساینې او سوکالۍ لپاره دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS