په غزني ولایت کې د ۷ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
Sun, Sep 21 2025 3:04 PM
سیبسی

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ د زیتون کلي د معرفت اولیات لومړني ښوونځي لپاره د تدریسي ودانۍ جوړولو پروسه، چې څه موده وړاندې د ځایي خلکو په مالي مرسته د ۷ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه، اوسمهال په اساسي ډول بشپړه او د پوهنې چارواکو، علماء‌کرامو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده‌کوونکو په حضور کې ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شوه.

د پرانیستې په مراسمو کې، د جاغوري ولسوالۍ پوهنې آمر وویل چې د ټولنې د روښانه راتلونکي لپاره تعلیمي ادارې جوړول مهم بنسټ دی او زیاته کړه چې د پوهنې د پرمختګ لپاره به یې مالي او معنوي ملاتړ دوام ومومي.

د یادونې وړ ده چې د ښوونځي دغه ودانۍ شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، یو کتابتون، د څښاک پاکو اوبو شبکه، برېښنایي سیسټم او نور اړین ملحقات لري.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS