د جوزجان ولایت شکرک منځني ښوونځي اړوند ۲ جرېبه ځمکه بېرته پوهنې ته ولېږدول شوه

media-moe
Sat, Oct 11 2025 11:24 AM
545

د جوزجان ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل جان راشد وايي: د شکرک منځني ښوونځي د ۲ جرېبه ځمکې په اړه لس کلنه لانجه د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په همکارۍ پای ته ورسېدله او یاده ځمکه پوهنې ریاست ته ولېږدول شوه.
نوموړي وویل: "دغه ځمکه پخوا د یو تن سیمه‌ییز اوسېدونکي لخوا د ښوونځي جوړولو لپاره پوهنې ریاست ته ورکړل شوې وه، چې د یاد اوسېدونکي له مړینې وروسته د هغه وارثان له دغې موضوع څخه خبر نه درلود او اوس‌مهال د اسنادو په وړاندې کولو سره، یاده ځمکه د پوهنې ریاست ملکیت په توګه بیا ځلې ثبت شوه."
د جوزجان ولایت پوهنې رئیس د مرحوم له کورنۍ څخه د مننې په څرګندولو سره وویل: "دغه اقدام د پوهنې لپاره د خلکو ژمنتیا او د تعلیمي ادارو سره همکاري ښیي او موږ له ټولو کورنیو او خیریه خلکو څخه غواړو چې د پوهنې په ملاتړ کې فعاله ونډه واخلي."

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS