د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري د اصول صنفي دورې یو بااستعداده او ځیرک زده کوونکی تقدیر شو

media-moe
Thu, Nov 20 2025 11:21 AM
251

د هرات ولایت اوسېدونکی او له ایران څخه بېرته راستون شوی زده‌کوونکی آریا محمدي، چې په حساب او ریاضیاتو کې د ځانګړي او عالي استعداد خاوند دی، نن د پوهنې وزارت محترم مشرتابه لخوا وستایل شو.
مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شول. ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین، محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، د زده‌کوونکي کورنۍ ته د هرکلي ترڅنګ، د آریا محمدي لپاره د لازمو تعلیمي اسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.
نوموړي وویل چې د پوهنې وزارت به د دې استعداد لرونکي زده‌کوونکي د ستونزو په حل کې بشپړه همکاري کوي.
همداراز د استعدادونو د ارزونې رئیس محترم مفتی عبدالولي سداد، د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس، محترم مولوي اول‌ګل ایوبي، آریا محمدي وارزاوه او هغه یې په ریاضیاتو کې د یو پیاوړي استعداد څښتن وباله.
په پای کې یاد زده کوونکی د پوهنې وزارت مشرتابه لخوا په مادي او معنوي ډاليو تقدیر شو.
مراسم د هېواد د پرمختګ او د پوهنې د ودې لپاره په مبارکې دعائیې پای ته ورسېدل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS