د غزني ولایت اوسېدونکو د پوهنې په برخه کې له ۱۸ مېلیونو افغانیو څخه ډېره مرسته کړې

media-moe
Tue, Dec 09 2025 3:02 PM
98598

د غزني ولایت پوهنې ریاست په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي؛ د یاد ولایت د اوسېدونکو په مالي ملاتړ سره، د ۱۴۰۴ کال په لومړیو نهو میاشتو کې یې د اجرستان، ناور او مالستان په ولسوالیو کې د ۱۸ مېلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت اساسي ښوونیزې پروژې پلې کړې دي.
د هغوی د څرګندونو پر بنسټ، په دې درېیو ولسوالیو کې ۴ ښوونځي جوړ شوي، ۷ ښوونځي بیارغول شوي، ۲ دیني مدرسې نوې جوړې او ۱۵ بابه نورو ښوونځیو ته اداري تجهیزات وېشل شوي دي.
همدارنګه، په اجرستان ولسوالۍ کې، ۲ دیني مدرسې د ۱ مېلیون ۵۰ زره افغانیو په ارزښت جوړې او د شمیه شافي‌خیل دیني مدرسې لپاره یو جرېب ځمکه پېرل شوې ده.
په ناور ولسوالۍ کې، ۴ نوې ښوونځي د ۱۳ مېلیونه ۷۹۳ زره ۵۶۳ افغانیو په ارزښت جوړې شوي، ۳ نور ښوونځي بیارغول شوي او ۱۰ بابه ښوونځیو ته اداري تجهیزات وېشل شوي دي. 
په مالستان ولسوالۍ کې، ۴ ښوونځي بیارغول شوي او ۵ ښوونځیو ته اداري تجهیزات ورکړل شوي دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پورته ذکر شویو پروژو پلي کول د خلکو او پوهنې وزارت ترمنځ د نږدې همکارۍ نښه ګڼي او د پوهنې په برخه کې د غزني ولایت علم‌پروره اوسېدونکو له دوامداره ملاتړ ستاینه کوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS