په تخار ولایت کې د څه کم ۲۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
Sat, Dec 13 2025 10:38 AM
10

د تخار ولایت ینګي قلعه ولسوالۍ اړوند مغلان لېسې نوې ودانۍ رغونه، د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې لخوا د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت، چې د ۱۹.۵ مېلیونه افغانیو معادل ده، جوړه شوه.
د ښوونځي دغه نوې ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، ۲ کتابتونونه، د کنفرانسونو تالار او نور اړین ملحقات لري، چې د ۲.۵ جرېبه ځمکې په ساحه کې جوړه شوې ده.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د یاد ولایت پوهنې ریاست چارواکو، د تخار ولایت والي محترم مولوي سمېع الله حزب الله، علماءکرامو، د مرستندویه ادارې استازي او سیمه‌ییزو مخورو هم ګډون درلود.
چارواکو په خپلو ویناوو کې د بشري ټولنو په جوړولو او اصلاح کې د پوهنې د رول په اړه خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې د پوهنې وزارت د پلانونو ملاتړ وکړي او خپل ماشومان تعلیمي مرکزونو ته واستوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS