د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په رسمي سفر زابل ولایت ته لاړ
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د دیني مدارسو ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو له پروسې څخه د څارنې او یو شمېر نورو ښوونیزو او روزنیزو چارو بیاکتنې لپاره زابل ولایت ته رسمي سفر وکړ.
په پیل کې د ښوونې او روزنې محترم معین د یاد ولایت پوهنې رئیس او مسئولینو په ملتیا، د پورته ذکر شویو ازموینو څخه لیدنه وکړه او د ازموینو پروسه یې له نږدې وڅارله.
دغه راز نوموړي په ازموینه کې د روڼتیا په مراعاتولو، نظم، اصولو او تعادل پلي کولو ټینګار وکړ او چارواکو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا، ټاکل شوې ده چې د ښوونې او روزنې محترم معین د خپل سفر پرمهال، یو شمېر نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي، ترڅو د پورته ذکر شویو ازموینو پروسه په هراړخیز ډول وارزوي او منسوبینو ته به د ښوونیزو چارو لاښهوالي لپاره اړینې سپارښتنې وکړي.
