په ننګرهار ولایت کې د ۱.۸ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ ورغول شوه

media-moe
Sun, Feb 22 2026 12:30 PM
5845

د یوې همکارې ادارې له لوري د ۱ مېلیون ۸۴۸ زره ۵۶۰ افغانیو په لګښت، د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د پاس صبري لېسې نوې ودانۍ، په ۵ جرېبه ځمکه کې جوړه او د پوهنې مسئولینو له لوري د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل شوه.
دغه ودانۍ په دوه پوړیزه او پخه بڼه جوړه شوې او په کې ۱۲ ټولګي، ۴ اداري خونې، تشنابونه، د اوبو او لمریزې برېښنا سیسټمونه، احاطوي دېوال، مجهز لابراتوار، د کمپیوټر خونه له ۲۱ پایې کمپیوټرونو سره، دوه د نمایش پردې، ۲۲۰ څوکۍ، د زده‌کوونکو لپاره مېزونه، لوبغالی او نور اړین تجهیزات شامل دي.
د ننګرهار پوهنې مسئولینو د پورته ذکر شوې لېسې له چارواکو او زده‌کوونکو څخه وغوښتل چې د ودانۍ په ساتنه او پالنه کې جدي هڅې وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS