په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه
د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني د ازموینې بهیر د څارنې پر مهال وویل: دغه پروسه د کډوالو زدهکوونکو د تعلیمي کچې معلومولو او هغوی ته د زدهکړو زمینې برابرولو په موخه پیل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې یاده ازموینه د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د زدهکوونکو لپاره ترسره شوې ده.
