غور ولایت کې د ۲ بابه ښوونځیو جوړولو چارې پیل شوې
د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د نیليو لېسې او د سرشار لومړني ښوونځي د نویو ودانیو بنسټ ډبره، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مخورو شخصیتونو په حضور کې د ټولټال ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
د غور پوهنې مسوولینو د یادو ښوونځیو د ځانګړتیاوو په اړه وویل چې دغه ودانۍ به هره یوه شپږ درسي ټولګي، یو اداري خونه او تحویلخانه ولري.
د یادونې وړ ده چې د سیمې دوو اوسېدونکو (ښاغلي ضیاءالدین او سلیمشاه) ټولټال شاوخوا ۲۰۰۰ متره مربع شخصي ځمکه د یادې لېسې جوړولو لپاره وقف کړې ده.
