د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

media-moe
Wed, Jun 10 2026 4:14 PM
515

۱- د کابل ښار اړوند سیدالناصري عالي لېسې لپاره د ۲۱۰ مترو په ژوروالي د اوبو يو حلقه څاه کیندلو او د لمریزې برېښنا د اسانتیاوو برابرولو پروژه، د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲ میلیونه، ۴۰۰ زره او ۲۲۰ افغانیو په لګښت بشپړه او د کابل ښار پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

۲- د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ د صنفي اصولو ۲۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې زده‌کړې او ښوونې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د پروان ولایت پوهنې رئیس، الحاج مولوي محمد فرید حقاني، د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د ښوونې او روزنې پر اهمیت او د وړتيا لوړونې پروګرامونو پر ارزښت خبرې وکړې.

۳- د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ اړوند د ایل‌نبي کلي د بي‌بي آمنې لومړني ښوونځي د ودې او پراختیا په موخه، د سیمې اوسېدونکو له لوري ۵۰۰ متره مربع مساحت لرونکې ځمکه وقف شوه.

۴- د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د وړ، مسلکي او ژمنو کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو اړوندو ۲۹ خالي اداري بستونو لپاره له ۲۱۰۴ تنو غوښتونکو څخه رقابتي ازموینه واخیستل شوه.

۵- د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند په درې بابه ښوونځیو کې د نویو ودانیو جوړولو بنسټ ډبرې د یوې غونډې په ترڅ کې چې د یاد ولایت پوهنې مسوولینو هم پکې ګډون درلود، کېښودل شوې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS