په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
Sun, Jun 21 2026 4:02 PM
981495

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل‌ولي متقي د معارف‌پالو خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه د قدردانۍ ترڅنګ وویل: «یاد لومړنی ښوونځی چې څلور کاله وړاندې د پوهنې وزارت له لوري جوړ شوی و، اوسمهال شاوخوا ۲۰۰ تنه زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي». 
د نوموړي په وینا د یادو ټولګیو په جوړېدو سره به د درسي صنفونو د کمښت ستونزه تر یوه حده راکمه شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS