په بامیان کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
Tue, Oct 06 2026 2:29 PM
3

د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ اړوند غرغري کلي د قلعه عاشور منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې بشپړې او د پوهنې مسوولینو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د یوه خیریه بنسټ په مالي همکارۍ د ۱۲۱ زره او ۸۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې شپږ درسي ټولګي او دوه اداري خونې لري.
د بامیان ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار د یاد ښوونځي د پرانیستې په مراسمو کې د ښوونځیو د ودانیو جوړول او پراختیا د زده‌کوونکو لپاره د مناسب ښوونیز چاپېریال په برابرولو کې مهم وبلل او ویې ویل:« د زده‌کوونکو لپاره د لا غوره ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو او د معیاري ښوونځیو د ودانیو جوړولو په موخه هڅې دوام لري.»

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS