په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د نیمروز ولایت د مرستیال والي محترم مولوي نجیبالله بدخشاني او یو شمېر سیمهییزو خیرخواه کسانو په درې میلیونه افغانیو مالي مرسته جوړه شوې ده، چې شپږ درسي ټولګي، دوه دهلېزونه، یو کتابتون او یوه اداري خونه لري.
