له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه
بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.
لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې، چې یادې پیسې د ښوونځیو د ترمیم او درېیو نویو درسي ټولګیو جوړولو په برخو کې په اغېزمن ډول لګول شوې دي.
پکتیا
د پکتیا ولایت د احمداباد ولسوالۍ سلامخېل لېسې لپاره د دوو علم پروره ځوانانو په مالي ملاتړ د ۵۰ زره افغانیو په لګښت ازمېښتوني توکي وپېرل شول.
میدانوردګ
د میدانوردګ ولایت د کوهګرد عالي لېسې له بېوزلو زدهکوونکو سره د یوه معارف دوست ځوان له لوري د ۱۲۴ زره افغانیو په ارزښت د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو ۱۵۵ کڅوړې مرسته وشوه.
