بامیان ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د سرپل ولایت پوهنې ریاست له ۱۳۲ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې معلومولو په موخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیست او په پلان کې ده چې تر ازموینې وروسته وړ کسان مدارسو او ښوونځيو ته وروپېژندل شي.
د یاد ولایت پوهنې مسئولین وايي چې د ازموینې پروسه به له درېیو څخه تر پنځو ورځو پورې بشپړه شي او هڅه کېږي چې ټولې مرحلې په دقت، روڼتیا او د معیاري اصولو سره سم ترسره شي.