بدخشان ولایت کې د ۱.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت یو لومړنی ښوونځی جوړېږي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۱۴
54854

د ملا عبدالعلي لومړني ښوونځي بنسټ ډبره د بدخشان ولایت کوهستان ولسوالۍ اړوند د شپوی بالا او شپوی پایین کلیو په مرکز کې د سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور سره د خلکو په مرسته د ۱ مېلیون ۳۰۰ زره افغانیو څخه په زیات لګښت کېښودل شوه.

د یاد ښوونځي بنسټ اېښودلو په مراسمو کې، د کوهستان ولسوالۍ پوهنې آمر وویل چې دغه ښوونځی شپږ درسي ټولګی، یوه اداري خونه او یو کتابتون لري، چې په پنځه جرېبه ځمکه کې به جوړ شي.

د بدخشان ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد د دغې پروژې د پیل په مناسبت په یوه پیغام کې وویل چې د پوهنې په برخه کې د خلکو صادقانه ګډون د یوې باخبره او پرمختللې ټولنې د ملا تیر جوړوي او موږ د شپوی بالا او پایین کلیو شریفو خلکو له دغه نېک اقدام څخه په کلکه هرکلی کوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS