د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د هرات ولایت د علماوو له هیئت سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۹:۱۹
د  پوهنې  وزارت  سرپرست وزیرد هرات ولایت د علماوو له هیئت سره وکتل

تر غرمې مخکې د پوهنې وزارت د کنفرانسوانو په تالار کې دیاد وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله «منیر» صاحب د هیواد د سترعلمي شخصیت شیخ الحدیث مولوي خدایداد صاحب په مشري د هرات ولایت د علماوو له هیئت سره وکتل .
د ملاقات په پیل کې لومړی شیخ الحدیث مولوي خدایداد صاحب د هیواد له وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د امریکايي استعمار ماتې او په هیواد کې د اسلامي نظام قایمیدل د الله تعالی لوی نعمتونه دي او باید چې نه یوازې افغان ملت بلکې ټول اسلامي امت  یې شکرانه اداء کړي. وروسته نوموړي د هیواد د غربي حوزې په تیره بیا هرات ولایت  په تعلیمي وضعیت لنډه رڼا واچوله او خپل وړاندېزونه او نظریات یې له محترم وزیر صاحب سره شریک کړل. له محترم شیخ خدایداد صاحب څخه وروسته نوروعلماوو هم په لنډ ډول خپلې مشورې او غوښتنې له محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې.
وروسته  د پوهنې محترم وزیرصاحب  د خپلو خبرو په ترڅ کې لومړی د علماوو راغلي هیئت  ته ښه راغلاست ووایه  او بیا یې له شیخ الحدیث مولوي خدایداد صاحب اونورو راغلیو علماوو څخه د هغوی د ارزښتناکو نظریاتواو مشورو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په خپل ټول توان سره به هڅه کوي چې د هرات ولایت  په تعلیمي ډګر کې ټولو موجودو ستونزو ته دحل لاره ولټوي.
د یادونې وړ ده، چې شیخ الحدیث مولوي خدایداد صاحب د هیواد په سطحه ستر علمي شخصیت دی، له لسیزو،لسیزو په هرات ولایت کې د (دارالعلوم غیاثیه) په نوم یوه ستره دیني مدرسه لري، چې سږ کال پکې دولس زره (۱۲۰۰۰)تنه طالبان زده کړې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS