دبغلان ولايت پوهنې رييس له يوشمير تعليمي بنسټونو څخه ليدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۸ - ۱۲:۳۸
دبغلان ولايت پوهنې رييس له يوشمير تعليمي بنسټونو څخه ليدنه وکړه

بغلان پوهنې رئیس مولوی محمد نور عزیزي د ښوونکو روزنې، نسوان معدن ښوونځي، شهیرعزیزي خصوصي ښوونځي او په یاد ولایت کې د یونیسف موسسې لخوا جوړ شوی سمينار، کویډ ١٩ او د (A.L.C)خصوصي ښوونیز کورس څخه لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې دبغلان پوهنې رييس له ښوونکو او زده کوونکو سره په ټولنه کې د ښوونې او روزنې په ارزښت علمي خبرې وکړې، زده کوونکې یی د هېواد علمي پانګه او راتلونکي جوړونکي وبلل.
هغه پر هېوادالوا غږ وکړ چې په خپل ټول توان سره خپلو دیني او عصري زده کړو ته دوام ورکړي.
نوموړي همدا رنګه ښوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له جوړ شوی پلان پرته ټولګي ته داخل نه شي او زده کوونکو ته د باکيفيته زده کړو په برابرولو کې جدي هڅې وکړي.
همداراز مولوی محمد نور عزیزی  د ښوونځيو له ښځينه ښوونکو څخه وغوښتل، چې د اسلام سپیڅلي دین اصولو او ارزښتونو ته په پام سره اسلامي حجاب ته جدي پاملرنه وکړي، څو د نورو ښځينه زده کوونکو لپاره يوه نمونه وګرځي.
په پای کې د پوهنې رئیس د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS