دهېواد یو شمېر شمالي ولایتونو ته د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا د لوی رئیس، رسمي سفرونه پای ته ورسېدل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۵:۵۰
13236

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا د لوی رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب په مشرۍ یو پلاوی، چې د بغلان، بدخشان، تخار او کندز ولایتونو د اسلامي زده کړو بنسټونو لپاره د نویو منظور شویو بستونو د بیا کتنې، څارنې او تطبیق په موخه تللی و، یاد پلاوی اوس په ولایتونو کې د کاري پلانونو له تطبیق وروسته کابل ولایت ته راستون شو.
په وروستي سفر کې چې د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی رئیس کندز ولایت ته درلود، نوموړي د یاد ولایت پوهنې له مشرتابه سره د مدارسو لپاره په نویو بستونو کې د نوماندانو د ګمارنې په اړه تفصیلي خبرې وکړې. 
نوموړي د یاد ولايت د مدارسو او دارالعلومونو لپاره د نويو بستونو تطبیق ته په اشارې سره مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د مدارسو لپاره د استادانو او کارکوونکو په ګمارلو کې، پوهې، تجربې، اېماندارۍ او روڼتیا ته لومړيتوب ورکړي.
د پوهنې وزارت پلاوي د یاد سفر په دوام، په چهاردرې ولسوالۍ کې د امام مسلم رحمه الله له مدرسې او دارالحفاظ او د کندز ولایت مرکز اړوند د دارالعلوم اشرف المدارس او حاجي شهید له مدرسې څخه هم لیدنه وکړه. 
نوموړي د یادو لیدنو په ترڅ کې د دیني بنسټونو د ستونزو، علمي وضعیت او نورو مهمو موضوعاتو په اړه له دوی سره تفصیلي خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

پکتیکا کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو زده‌کوونکو خپلې بېلابېلې علمي او تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۵۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو او پوهنې کارکوونکو لپاره علمي برنامه جوړه شوه

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ پوهنې آمریت لخوا، د یو شمېر ښوونکو او اداري کارکوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د «ښوونه او روزنه کې نوښت» تر سرلیک لاندې علمي برنامه جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او امل‍اکو د ساتنې او مراقبت رئیس د یوه دارالعلوم ترمیماتي پروژه وڅاره

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، له خپل مل تخنیکي پلاوي سره د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله علیه) له. . .

BACK TO NEWS