د  پوهنې  وزارت د مرکزي رئیسانو اونیز مجلس دائر شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۷ - ۱۱:۲۰
د  پوهنې  وزارت د مرکزي رئیسانو اونیز مجلس دائر شو

د پوهنې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د یاد وزارت د سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر صاحب په مشرۍ، په داسي حال کې چې معینانو هم پکې برخه درلوده، د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو(۳۲) نمبر اونیز مجلس دائر شو .
یاد مجلس چې د قرآن کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو،د پوهنې وزارت د استعدادونو د ارزونې ریاست د رئیس مفتي عبدالولي سداد په مشرۍ یو څلور کسیز هیئت ته پکې دنده وسپارل شوه، ترڅو د هغو علماء کرامو لیستونه/د اساس کتابونه پیدا کړي، چې د اسلامي امارت د حاکمیت په تېر دور کې یې اسناد ارزیابي شوي وو،ترڅو د پوهنې وزارت له لوري هغوی ته داسنادو د تصدیق مکتوبونه ورکړل شي. همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د پوهنې وزارت  څخه دې  د دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت،د استخباراتو عمومي ریاست،د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او دکابل ولایت مقام ته رسمي مکتوبونه ولېږل شي ترڅو د هغوی اړوند وسلوال کسان تعلیمي مراکزو او ښوونځیو ته داخل نه شي،که چیري د داخلیدلو ضرورت وو، د اړوند  ارګان  او دپوهنې وزارت د اجازې رسمي مکتوبونه باید له ځان سره ولري. 
همدارنګه  دې ته ورته نورو مسایلو په اړه هم تفصیلي بحثونه او پرېکړې وشوې. غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS