د اسلامي امارت د پوهنې وزارت فعالیتونو ته لنډه کتنه

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲ - ۱۰:۷
گزارش

ترتیب کوونکی: عزیزاحمد «ریان»

دپوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د ریاست رئیس

۱-اسلامي امارت د کابل ترفتحې وړاندې هم د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو په نامه یو ځانګړی کمیسیون درلود، چې د  هیواد د ټولو  ولایاتو لپاره یې رئیسان  او د ټولو ولسوالیو لپاره یې مدیران درلودل . همدارنګه یې د هرو درې ولایتونو په سطحه یو ه تعلیمي حلقه درلوده، چې هرې حلقې یو تن رئیس، یو تن اداري مسئول او یو تن کمپیوټرکار  درلود. دې کمیسیون د ټول هیواد  د تعلیمي او تحصیلي بهیر نظارت کاوه او په چوکاټ کې یې سلګونو دیني مدارسو، دارالایتامونو،  دارالحفاظونو او عصري تعلیمي مراکزو  فعالیت درلود.
۲-کله چې د اسلامي امارت مجاهدین کابل ته راغلل د هیواد ټول ښوونځي د کرونا د ناروغي له امله تړل شوي وو، د پوهنې  وزارت  د اسلامي امارت د مشرتابه په موافقه په لومړي قدم کې ترشپږم ټولګي پوري د ټول ښوونځي د  نارینه او ښځينه شاګردانو پر مخ پرانیستل،  په دوهم قدم کې یې تر دولسم ټولګي پوري د نارینه شاګردانو پر مخ ټول ښوونځي پرانیستل  او  دنجونو تعلیمي بهیر  یې  د لنډې مودې  لپاره له دې امله  متوقف کړ، چې د  هغوی  د زده کړې لپاره  یوه سالمه طرحه جوړه  او یو مناسب چاپیریال را منځ ته شي  او زیاته هیله موجوده  ده چې په راتلونکي پسرلي کې به د تعلیمي کال په شروع سره ښځینه زده کوونکې هم بیرته خپلو ښوونځیو ته لاړې شي او خپلې زده کړې به پیل کړي. د یادولو وړ ده  چې سږکال د پوهنې وزارت د هیواد ټولو ښځینه زده کوونکو ته بې له دې چې هغوی ښوونځیو ته فزیکي حضور پیداکړي،  صنفي ارتقاء ورکړه  او د هیواد د هيڅ ښځینه زده کوونکې تعلیمي کال ضایع نه شو.
۳-  اسلامي امارت په ځانګړې توګه تعلیمي کمیسیون/ دپوهنې وزارت د کابل تر فتحې وړاندې او وروسته په دوامدار ډول  له نړیوالو او سیمه ایزو خیریه بنسټونو سره  په اړیکه کې دی او په دې هکله په لسګونو ناستې او ملاقاتونه شویدي، ترڅو  یاد بنسټونه  دهیواد د تعلیمي بهیر ملاتړ ته وهڅوي،  چې په دې برخه کې زیات پرمختګ هم شویدی او په نږدې راتلونکې کې به مونږ  په عملي ډګر کې زیاتې لاس ته  راوړنې ولرو.
۴- په دې شپږو میاشتو کې د پوهنې وزارت په تشکیل زیات غور او کار شویدی، څو ځله ورته  وړ او مسلکي هیئتونه ټاکل شویدي او د زیات کار او زیار په پایله کې  یو موزون او مناسب  تشکیل  چمتو کړای شویدی، چې د اسلامي امارت د مشرتابه  تر منظوري  وروسته  به عملا  ټولې تعلیمي او اداري چارې د همدې تشکیل په چوکاټ کې سرته  رسیږي.
۵- د پوهنې وزارت لپاره سرپرست وزیر، دوه تنه رسمي او دوه تنه سرپرست مرستیالان(معینان)،  دټولو مرکزي او ولایتي ریاستونو لپاره رئیسان او همدارنګه د ځینو مهمو آمریتونو لپاره آمران ټاکل شویدی، چې دغه ټول ټاکل شوي مسئولین ټول  وړ، مجرب او ژمن اشخاص دي او زیاترو یې د کابل ترفتحې وړاندې د تعلیمي کمیسیون په  چوکاټ کې زیات خدمتونه کړیدي او پوره کاري تجربه لري .
۶- که څه هم د افغانستان زیاته شتمني د نړیوالې ټولنې له لوري کنګل شویده  او نړیوالو له اسلامي امارت سره کومه د پام وړ مرسته نه ده کړې، خو بیا هم مونږ توانیدلي یو چې د پوهنې وزارت اړوند ټولو ښوونکو او اداري پرسونل ته ددرې میاشتو(اسد، سنبله ،میزان ) ورکړو  او په نږدې راتلونکې کې به ورته د پاتې میاشتو معاشات هم اجراء کړو .ان شاء الله  تعالی.
۷- کابل ته داسلامي امارت د مجاهدینو له راتګ را په دې خوا  پوهنې وزارت تر شپاړس زره (۱۶۰۰۰) زیاتې قطعې شهادتنامې زده کوونکو ته توزیع کړیدي او دا کار ورځ تر بلې چټکوالی مومي .
۸-دپوهنې وزارت په نشراتي ډګر کې یو ویب سایټ، یو تلویزون ، یوه فیس بوک پاڼه ،زیات شمیر فعال واټ ساف ګروپونه لري، چې په ورځني ډول د پوهنې وزارت فعالیتونو ته انعکاس ورکوي .
۹- دپوهنې وزارت په اونۍ کې دوه مجلسونه لري، په یو مجلس کې دپوهنې سرپرست وزیرصاحب، معینان، مرکزي رئیسان او د معینیتونو د دفتر آمران حضور لري. په بل مجلس کې چې دمشرتابه مجلس بلل کېږي، سرپرست وزیر صاحب، معینان ، ستر سلاکار،  د دفتر رئیس او د نشراتو او عامه اړیکو رئیس شامل دي. په دواړو مجلسونو کې له مخکې څخه د ټاکل شوې اجنډا مطابق بحثونه او پرېکړې کېږي او بیا دغه پریکړې په تحریري بڼه  ټولو معینیتونو او اړونده مرجع ګانو ته لېږل کېږي. 
۱۰- سره له دې چې اسلامي امارت په اقتصادي لحاظ زیاتې ستونزې لري، بیا یې هم  په همدې شپږو میاشتو کې د پوهنې وزارت له لوري ټولو مرکزي او ولایتي رئیسانو/ ریاستونو ته  وخت  په  وخت  مالي مرستې رسول شودي او تر ډیره بریده یې د هغوی مالي ستونزې حل کړېدي. 
۱۱- په دې شپږو میاشتو د تعلیمي نصاب  په میلیونونو درسي کتابونه کابل ته را رسول شویدي او ځیني چې لا هیواد ته را  انتقال شوي نه دي، په نږدې راتلونکې کې به هغه هم را انتقال شي.
۱۲- دکابل ښار زیاتره  دیني مدارسو، امارتي او خصوصي ښوونځیو  او همدارنګه د هیواد ځينو ولایتونو ته  د تعلیمي او اداري چارو د نظارت او ارزونې لپاره هیئتونه لېږل شويدي.
۱۳- د دیني مدارسو مشترکې کلنې ازموینې ته د چمتووالي چارې تر ډیره بریده بشپړې شویدي او د رجب المرجب/حوت په میاشت کې به د ټول هیواد په سطحه دغه ازموینه واخیستل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۱۱:۴۵
Background image

په افغانستان کې د ناروي هیواد سفیر د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

 په افغانستان کې د ناروي هیواد سفیر اول لیندمن (0LE LINDEMAN) او ورسره مل هیئت یې چې په ترکیب کې یې د یاد هیواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د سولې او پخلاینې د څانګې مشره میرمن سیري بورجن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۱۶:۱۹
Background image

د یونسیف مرستیالې میرمن حنان سلیمان د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

د یونسیف مرستیالې میرمن حنان سلیمان (HANNAN SULIEMAN) او ورسره مل هیئت یې چې په ترکیب کې یې د افغانستان لپاره د یونسیف مسئول محمد ایویا (MOHAMED AYOYA )، د یونسیف د بشري سرچینو رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۱ - ۸:۱۸
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر د را  رسېدلو  په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر پیغام

تر هرڅه نه مخکې ګران افغان ولس او ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدلو په مناسبت د مبارکي مراتب وړاندې کوم. الله تعالی دې د ټولو مسلمانانو په تیره بیا ځورېدلو افغانانو. . .

BACK TO NEWS