د افغانستان.ا.ا. د بریا د څلورمې کليزې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست پيغام

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۲۸
54

بسم الله الرحمن الرحیم

د حمد او شکر په ادا کولو سره د پوهنې وزارت په استازیتوب، د ١.١.١ د سترې تاریخي بریا د څلورمې کلیزې (د زمري ۲۴مې ورځې) په مناسبت د هيواد ټولو مدرسینو، ښوونکو، طالبانو، زده‌کوونکو، د پوهنې وزارت ټولو مسئولينو او منسوبینو او ټول افغان مجاهد ولس ته د مبارکي مراتب وړاندې کوم.

خوشحاله يو چې الحمدلله له نن څخه څلور کاله وړاندې د افغانستان اسلامي ا+م+ارت م+جاه+دين د الله تعالی په نصرت او زموږ د قهرمان ولس په هر اړخيز ملاتړ، د نه ستړې کېدونکو مبارزو او نه هیرېدونکو قربانیو په پایله کې وتوانېدل، چې شل کلن امريکايي اشغال پای ته ورسوي او امريکايان او د هغوی ائتلافيون د افغانستان له پاکې خاورې څخه تېښتې ته مجبور کړي.

د افغانستان.١.ا. له بریا سره په ټول هېواد کې سرتاسري امنيت تامين شوی او د هيواد د معنوي او مادي بيا رغونې په برخه کې ګټور پروګرامونه په لاره اچول شوي دي. له نېکه‌ مرغه د ښوونې او روزنې په برخه کې هم د دیني او عصري علومو د عامولو، معياري کولو او د بې سوادي د له منځه وړلو په برخه کې ټولنې ته ارزښتناک خدمات عرضه شوي دي.

د پوهنې وزارت د هيواد ټولو مدرسینو، ښوونکو، استادانو او کارمندانو ته سپارښتنه کوي تر څو د هېواد د بچیانو په ښوونه او روزنه کې په پوره اخلاص سره زيار وباسي او خپلو دندو او مسئوليتونو ته ژمن او متعهد واوسي.

په پای کې يو ځل بيا د اسلامي ا+م+ارت د بريا د څلورمې کليزي په مناسبت درته د مبارکي مراتب وړاندې کوم.

والسلام

الحاج مولوي حبیب الله آغا

د پوهنې وزارت سرپرست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS