د افغانستان د ښوونیز وضعیت په اړه د یونیسکو او یونیسف وروستي راپور ته د پوهنې وزارت غبرګون

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۳۴
56464

پوهنې وزارت د یونیسکو او یونیسف د ګډ راپور هغه عمومي تعبیر ردوي چې ګواکې د افغانستان د لومړنیو زده‌کړو د عمر تر نیمایي زیات ماشومان له هر ډول زده‌کړې بې‌برخې دي. په خپره شوې خبرپاڼه کې د ۵۳٪ شمېره په مشخص ډول له رسمي عمومي زده‌کړو بهر ماشومانو ته کارول شوې ده. د ښوونیز وضعیت د بشپړ انځور لپاره باید د عمومي ښوونځیو ترڅنګ خصوصي ښوونځي، دیني مدرسې او نور ښوونیز پروګرامونه هم وڅېړل شي.
د ۱۴۰۵ ښوونیز کال پر مهال په هېواد کې ۱۸۰۹۰ امارتي او خصوصي ښوونځي فعالیت کوي چې ۷ میلیونه ۶۲۷ زره ۶۶ زده‌کوونکي پکې پر زده‌کړو بوخت دي. د دې ترڅنګ، په ۲۰۳۷۲ دیني مدرسو کې ۲ میلیونه ۴۵۶ زره ۱۳۲ طلاب زده‌کړې کوي. پوهنې وزارت هڅه کوي چې ښوونیز خدمتونه د هېواد بېلابېلو سیمو ته ورسوي او کورنۍ د خپلو ماشومانو زده‌کړو ته وهڅوي؛ د همدې موخې لپاره د عامه پوهاوي او هڅونې پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي دي.
په تېرو ۵ کلونو کې د سواد زده‌کړې له ۱۹۶۶۱ کورسونو څخه ۴۲۸ زره ۴۱۴ کسانو ګټه اخیستې ده. همدارنګه، د چټکو زده‌کړو ۵۱۱۸ ټولګيو او د سمه‌ییزو زده‌کړو ۱۱۸۸۱ ټولګیو په ټولیز ډول ۴۲۵ زره ۹۳۷ کسان تر پوښښ لاندې راوستي دي. دغه راز، په تېرو ۵ کلونو کې ۴ میلیونه ۹۸۹ زره ۳۷۶ نوي زده‌کوونکي ښوونیز نظام ته جذب شوي، په لرې پرتو او محرومو سیمو کې ۳۷۳ نوي امارتي ښوونځي جوړ او فعال شوي او ځینو نورو ارتقاء ورکړل شوې ده. 
د ښوونیزو امکاناتو د پراختیا په برخه کې، په تېرو ۵ کلونو کې تر ۴۸،۷ میلیونو ډېر درسي کتابونه وېشل شوي، د ۱۳۶۸ ښوونځیو او مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې او د ۴۱۶۰ نورو ودانۍ ترمیم او بیارغول شوې دي.
پوهنې وزارت مني چې په ځینو سیمو کې زده‌کړو ته د لاسرسي خنډونه شته؛ دا ډول خنډونه په نورو هېوادونو کې هم لیدل کېږي. پوهنې وزارت د دغو ستونزو د حل او د زده‌کړو کیفیت د لوړولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. خو د یوې مشخصې احصایوي کټګورۍ داسې وړاندې کول چې د ټول هېواد د ماشومانو د زده‌کړې یوازینی انځور وګڼل شي، د پوهنې وزارت له نظره سم نه دي.
له یونیسکو او یونیسف څخه مو غوښتنه دا ده چې د ۵۳٪ شمېرې د محاسبې بنسټ، د ماشومانو د عمر تعریف، د نفوسو سرچینه، د معلوماتو کال او د بېلابېلو ښوونیزو پروګرامونو د شمېرلو څرنګوالی روښانه وړاندې کړي. پوهنې وزارت له اړوندو بنسټونو سره د خپلو معلوماتو د پرتله کولو لپاره تخنیکي همکارۍ ته چمتو دی؛ چې راتلونکې ارزونې د افغانستان د ښوونې او روزنې دقیق او بشپړ انځور وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۹
Background image

د کابل ولایت د پوهنې ریاست نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کابل ولایت د پوهنې ریاست نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې وزارت چارواکو، د کابل ولایت پوهنې مسوولینو، علماءکرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ له نورالمدارس مدرسې سره د سیمې د خلکو له لوري ۱۶۰ زره او ۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

همدارنګه، د یاد ولایت چهاربران ولسوالۍ اړوند سیدخېل لېسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۰:۵۹
Background image

د کابل ولایت په دوو ولسوالیو کې د پوهنې لپاره د څه باندې ۳.۳ میلیونه افغانۍ په ارزښت پراختيايي فعالیتونه ترسره شول

د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د کابل ولایت د خاک‌جبار او سروبي ولسوالیو په تعليمي بنسټونو کې د ښوونیز چاپېریال لاښه والي په موخه، د ۳ میلیونه، ۳۱۹ زره او ۵۰۰ افغانیو. . .

BACK TO NEWS