د افغان-ترک دارالعلوم مسئولینو د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل

د افغان-ترک دارالعلوم آمر او علمي مرستیال دوکتور محمد چلین او پلاوي یې، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین الحاج مولوي کرامت الله «آخندزاده» سره وکتل او د ښوونیزو مسایلو په ځانګړې توګه د هغو دارالعلومونو جوړولو په اړه یې چې په افغانستان کې تر کار لاندې دي، بحث او نظرونه تبادله کړل.
د افغان-ترک دارالعلوم پلاوي د یو لړ اړینو معلوماتو د وړاندې کولو پرمهال په پوهنیزه برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین یاد پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ، د افغانستان د تعلیمي بهیر په برخه کې د همدغې ادارې له کړنو د ستاینې سربېره، دواړه خواوې دې هوکړې ته ورسیدې چې، د دارالعلومونو فارغان به نه یوازې د خپلو درسونو له بشپړولو وروسته د شرعیاتو پوهنځي ته وګمارل شي، بلکې په نورو پوهنځیو کې به هم د شاملېدو حق ولري.
په پای کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین یاد پلاوي ته د هراړخیزو همکاریو او اړینو آسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.