له مرکز او ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۲:۵۰
12

- کابل ښار:

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا، د پوهنې وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست په همکارۍ، د عملیاتي پلانونو د پلي کولو مهارتونو لوړولو په تړاو یو ورځنی سیمینار، د کابل ښار پوهنې مرکزي هستې او شپاړس ګونو تعلیمي ناحیو آمرینو لپاره جوړ شو.

- لوګر:

د سيمې د خلکو په غوښتنه او د پوهنې وزارت په منظورۍ، د پندي منځنی ښوونځی چې په ١٣٧١ لمريز کال کې په لوګر ولايت کې تاسیس شوی و، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دغه ولايت پوهنې مسئولينو په کې ګډون کړى و، د لېسې کچې ته ارتقاء ورکړل شوه.

- نیمروز:

د برادران نورزاد شرکت لخوا، د نیمروز ولایت له ښوونځیو سره د ۵۹۰ پایو مېزونوـ څوکیو مرسته وشوه.

- هلمند:

د هلمند ولایت یو شمېر سوداګرو، د مارجې ولسوالۍ د مرکزي لېسې له ۱۰۷ بې وزله زده کوونکو سره مرسته وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS