په میدان وردګ ولایت کې د څه باندې ۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي احاطوي دېوال ورغول شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۲:۵۴
12

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت په وینا: د تېر لمریز کال په اوږدو کې، د یاد ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکو له غازي محمد جان خان عالي لېسې سره د ۲ مېلیونه ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت مالي مرسته کړې، چې په ترڅ کې یې یادې پیسې د همدغه ښوونځي لپاره د احاطوي دېوال پر جوړولو، اداري توکو اخیستلو او نورو اړینو برخو کې ولګول شوې.

د پوهنې وزارت د هېواد د خلکو، په ځانګړې توګه د میدان وردګ ولایت علم پروره ولس له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS