د بامیان ولایت د ښوونځیو مدیرانو لپاره مسلکي سیمینار ترسره شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۴:۴۱
141

د باميان ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار له خوا د یاد ولايت د پوهنې مسئولينو، چارواکو، مديرانو او ښوونکو په حضور کې د "مسلکي پراختيا د غړو د دندو لایحې" تر عنوان لاندې سيمينار د غلغلې هوټل په تالار کې جوړ او په ترڅ کې یې د ښوونځیو د مدیرانو د دندو لایحه په سمه توګه تحلیل او توضېح شوه.

د باميان پوهنې رئیس د ښوونځيو د مديرانو لپاره د جوړ شوي سيمينار پر مهال له پوهنیز نظام څخه د هغوی د ملاتړ له امله مننه وکړه او له ګډون والو يې وغوښتل چې په دغه ولايت کې د زده کوونکو د کيفيت او کميت لوړولو لپاره خپلې هڅې وکړي.

په پای کې د ښار پوهنې مسئولینو هم خپلې لاسته راوړنې او وړاندیزونه مطرح کړل او د پوهنې له رئیس سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS