د بامیان ولایت له پوهنې ریاست څخه دوه لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۲۷
سظزظطز

د بامیان ولایت د زده‌کوونکو د استعدادونو او علمي او تخنیکي اختراعاتو د پراختیا په موخه، د یاد ولایت پوهنې ریاست د ښوونځیو د زده کوونکو د علمي او تخنیکي لاسته راوړنو د نندارتون جوړولو لپاره یو پروګرام پیل کړی دی.
د یاد ولایت د پوهنې یو شمېر چارواکي، علماءکرام، د خلکو استازي، د زده کوونکو والدین د پوهنې ریاست لخوا د دغه نندارتون د پرانیستې مراسمو ته بلل شوي وو.
چارواکو په خپلو ویناوو کې د داسې نندارتونونو له جوړولو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دغه شان علمي او تخنیکي نندارتونونو تنظیم کول د ځوانانو په استعدادونو او نوښتونو باندې مثبته رواني اغېزه لري او په راتلونکي کې یې د مرکز او ولسوالیو د تعلیمي مرکزونو د زده کوونکو ترمنځ د علمي نندارتونونو او سیالیو د پیل غوښتنه وکړه.

د یو بل خبر له مخې
د بامیان ولایت د پوهنې ریاست د خدماتو کارکوونکو او ساتونکو ته ژمنۍ جامې ووېشل شوې.
د یادې ادارې د چارواکو په وینا، د ژمي جامې هر کال د پوهنې ریاست او د نورو اداري واحدونو خدماتي کارکوونکو او امنیتي ساتونکو ته د یوې سهمیې له مخې وېشل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS