د ولایتو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۳۰
85454

ننګرهار
د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار اړوند تجربوي عالي لېسې کارکوونکو، د علمي او کلتوري کمېټې د فعالولو لپاره په ټولیزه توګه ۱۴،۷۰۰ افغانۍ عالي لېسې ته ځانګړې کړې.

همدارنګه
د یاد ولایت کوزکونړ ولسوالۍ د توکل بابا عالي لېسې یو تن ښوونکي هم له یادې لېسې سره د ۴،۶۰۰ افغانیو مرسته وکړه.

هلمند
د هلمند ولایت د مدارسو او دارالعلوم د ۴۷۴ تنو طلابو ترمنځ، د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې علمي سیالۍ پیل شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري وویل چې، د دغو سیالیو اساسي موخه، د طلابو د علمي پوهې کچې لوړول دي.

بادغیس
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت یو پلاوی د عملیاتي پلان د لومړیتوبونو د پلي کولو بیاکتنې او څارنې لپاره بادغیس ولایت ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS