د بلخ والي او د پوهنې رئیس د ياد ولایت له فیض عام دارالعلوم څخه لیدنه وکړه
د بلخ والي الحاج محمد یوسف وفا د دغه ولایت د پوهنې له رئیس مولوي عبدالجلیل شهید خېل سره په ګډه په مزارشریف ښار کې د فیض عام دارالعلوم د ودانيزو او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
په دې کتنه کې د بلخ والي او د پوهنې رئیس د ياد دارالعلوم له مهتمم او زده کوونکو سره مفصلې خبرې وکړي او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې مطرح کړل.
د دارالعلوم مسؤل شیخ مولوي عبدالحکیم هیئت ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: د فيض عام دارالعلوم په ۱۳۶۹ کال کې تاسیس شوی او له لومړۍ څخه تر لويې دورې زده کوونکي لري.
هغه زیاته کړه؛ اوس مهال په دغه دارالعلوم کې ۳۰۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او یو موزیم او کتابتون هم لري.
ورپسې د بلخ والي د زده کوونکو لپاره د ښوونیزو اسانتياؤ د برابرولو د هرکلي په ترڅ کې د دیني بنسټونو پر اهمیت او د ټولنې په اصلاح کې د علماؤ د رول په اړه خبرې وکړې.
ور پسې د بلخ والی د زده کوونکو لپاره د ښوونیزو اسانتیاؤ د برابرولو د هرکلي تر څنګ په ټولنه کې د علماؤ او دیني بنسټونو پر اهمیت هر اړخیزه تفصیلي خبر وکړي.
نوموړي په دې برخه کې د بلخ د پوهنې ریاست څخه د ماشومانو د ښوونې او روزنې ، په ځانګړې توګه بې سرپرسته ماشومانو د زده کړو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
په پای کې د پوهنې رئيس د بلخ ولایت ښوونیز وضعیت ته د دغه ولایت د رهبرۍ له پاملرنې او ملاتړ څخه مننه وکړه.
