د بلخ ولایت سرپرست والي د مرکزي دارالایتام څخه لیدنه وکړه 

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲۱
د بلخ ولایت سرپرست والي د مرکزي دارالایتام څخه لیدنه وکړه 

د بلخ ولایت سرپرست  والي الحاج محمد یوسف وفا د دې ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالجلیل شهید خیل سره یو ځای د یاد ولایت د ابو هریره (رض) له  مرکزې دارالایتام  څخه لیدنه وکړه.  

 د بلخ ولایت د پوهنې رئیس د ولایت مشرتابه ته د دې دارالایتام د جوړیدو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل. 
د بلخ سرپرست والي په خپلو خبرو کې وویل: چې یتیمانو ته پاملرنه او د اسانتیاوو برابرول د شهیدانو له وینو سره وفا ده او ټینګار یې وکړ چې له شهیدانو څخه   پاتي ماشومان د شهیدانو امانت دي او د دوئ په سالیمه روزنه کې باید له هیڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه شي.  
د بلخ سرپرست والي د مدرسې له  يتيمانو او زده کوونکو سره له نږدې لیدنه وکړه او له هغوي سره يې نغدي مرسته وکړه.
د یادوني وړ ده چې په دې دارالایتام کې ۷۵ زده کوونکي په دیني او عصري زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS