د جوګیانو د ښوونې او روزنې په برخه کې د پوهنې وزارت کړنې
دوهم څار کندز ولایت
په کندز ښار کې د جوګیانو قوم اړوند ښوونځي ته د داخلیدو وړ ۱۰۰ ماشومانو پيژندنه.
په کندز ښار کې د جوګیانو قوم اړوند ښوونځي ته د شمولیت د شرایطو وړ ۱۰۰ ماشومان وپیژندل شول.
په کندز ښار کې د تر سره شوې سروې له مخې، اوسمهال په کندز ښار کې ۶۲ جوګي کورنۍ اوسیږي چې د هغوی ډير شمیر ماشومان د اقتصادي فقر او ټولنیزو ستونزو له امله له ښوونې او روزنې څخه بې برخې پاتې دي.
د جوګيانو قوم ماشومانو د پیژندلو سروې چې ښوونځي ته د شاملیدو د شرایطو وړ دي د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شوې ده.
د ولایتونو د پوهنې چارواکو ته دنده سپارل شوې ده چې د جوګيانو قوم ماشومانو لپاره د زده کړو اسانتیاوو برابرولو لپاره لاس په کار شي.
د جوګيانو قوم ۱۲۰ کاله وړاندې د تاجکستان هیواد څخه افغانستان ته راغلي او اوسمهال د کابل په ښار کې ۳۰۰۰ کورنی او په ټول افغانستان کې ۲۰۰۰۰ کورنی میشتې دي.
