د خصوصي ښوونځيو، مدرسو او دارلعلومونو د ثبت او راجستر په تړاو د پوهنې وزارت خبرتيا

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۱۵:۵۶

څرنګه چې څرګنده ده، د ښوونيزو بنسټونو د چارو په اجرا کې د آسانتياوو برابرول د پوهنې وزارت له لومړيتوبونو څخه دى.

يادې موخې ته رسيدو او د خصوصي سکتور د لا هڅونې په پار، پوهنې وزارت د آنلاين سيسټم له لارې د خصوصي ښوونيزو بنسټونو د ثبت او راجستر لړۍ پيل کړې ده، چې دغه چاره له يوه اړخه د کار د سرعت لامل ګرځي او له بل پلوه پروسه په شفاف ډول ترسره کيږي، ترڅو خصوصي سکتور وکولاى شي خپلې ښوونيزې او روزنيزې چارې په ښه توګه ترسره کړي.

د کابل ښار پوهنې رياست مکلف دى، چې ټولو خصوصي ښوونيزو بنسټونو (ښوونځيو، مدرسو او دارلعلومونو) چارواکو ته خبر ورکړي، چې ياد بنسټونه دې په لاندې ويبپاڼه کې په آنلاين ډول ثبت او راجستر کړي.

(https://moe-private.gov.af)

هيره دې نه وي، چې د آنلاين راجستر لارښود په يادې ويبپاڼې کې شته او د راجستر موده يوه مياشت ده.

هغه ادارې چې د يوې مياشتې په اوږدو کې خپل راجستر تکميل نه شي کړاى د خصوصي تعليماتو رياست لخوا به جدي سپارښتنې ورته و شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS