د خوست ولایت پوهنې ریاست تدریسي مرستیال ددې ولایت د UNHCR مؤسسې له مسؤلینو سره ناسته تر سره کړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۴ - ۱۰:۲۵
e

د خوست ولایت پوهنې ریاست تدریسي مرستیال خیروګل خیرخوا د یادې مؤسسې له استازؤ سره د خوست ولایت پوهنې ریاست په چوکاټ کې د ښوونځیو د تعمیرونو او د څښاک پاکو اوبو څاه ګانو اړونده ټولې شته ستونزې شریکې کړي. 

ورپسی د يادې مؤسسې استازؤ د پوهني رياست له مشرتابه او کاري ټيمونو له هڅو څخه مننه وکړه چي په خورا ستونزمنو شرایطو کې یې د ياد بنسټ د پروګرامونو په پلي کولو کي يې هر اړخیزه اسانتياوي برابري کړي او ترڅنګ یې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د حل په مؤخه د همکارۍ ژمنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې اوس مهال د دغه ولايت د مرکز اړوند په قلموال سيمه کې د يادې مؤسسې  لخوا د دوو ښوونځیو د جوړېدو چارې روانې دي، چې د دوو مياشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS