د داوطلبۍ اعلان

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
545

د کابل ښار پوهنې ریاست د خپلې اړتیا مطابق د یاد ریاست اړوند د ښوونځیو د املاکو د ساتنې او مراقبت مدیریت د نقشې له مخې لاندې چارې اعلان ته سپاري:

د منوچهري لېسې د ژورې څاه کیندنه،

د آمنه فدوي لېسې د ژورې څاه کیندنه،

د ابوالقاسم فردوسي لېسې د تشنابونو ترمیم،

د آزادخان لېسې د ژورې څاه کیندنه،

د غازي محمدشاه خان بابکرخېل لېسې د ذخیره خونو/ډیپوګانو ترمیم،

او د پامیر ښارګوټي لېسې ترمیم.

یادې چارې د ښار د څلورم، اتم، نهم، دولسم، او اوولسمو ناحیو پورې اړوند دي.

یو ځل بیا ټولو هغو ودانیزو شرکتونو ته چې د یاد قرارداد لېوالتیا لري، خبر ورکوي، تر څو خپلې غوښتنې د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۲۱ ورځو په موده کې، د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د تدارکاتو عمومي مدیریت ته چې د غزني سرای ته څېرمه په کارته چهار سیمه کې موقعیت لري، وسپارئ. شرط پاڼه دې وګورئ.

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS