د داوطلبۍ اعلان

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۲۲:۳۶
564

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست لپاره د روان ۱۴۰۳ مالي کال د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند د 6 قلمه توکو او تجهیزاتو چمتو کولو او پېرودلو پروسه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې چاپ شوې بڼه دې په حافظه یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي، خپل وړاندیزونه دې د قرارداد د شرایطو، د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه، د چهارشنبې ورځې د غرمې تر لسو بجو ( د ۲۴/ زمري/۱۴۰۳ لمریز کال) پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار اړوند ده افغانان سیمې په محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وسپارئ.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه دی، چې۵۵۳۰۰۰ ( پینځه سوه درې پنځوس، زره ) افغانۍ کېږي.

د وړاندیز پرانیستغونډه به د چهارشنبې ورځ /۲۴/اسد/۱۴۰۳ لمریز کال د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست په تالار کې جوړه شي.

یادونه: بې وخته او انټرنېټې وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS