په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه
د غزني ولایت قرهباغ ولسوالۍ اړوند طاقچین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د پرانیستې په مراسمو کې د غزني پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیراحمد حسینی، د اقتصاد وزارت مسلکي معین محترم ډاکټر عبداللطیف نظري، د سیمې اوسېدونکو، ښوونکو او زدهکوونکو ګډون درلود.
د طاقچین منځني ښوونځي نوې ودانۍ پر درې جریبه ځمکه جوړه شوې، چې اته درسي ټولګي، یوه اداري خونه، یو کتابتون او د غونډو یو تالار لري او په جوړېدو سره یې شاوخوا ۳۰۰ زدهکوونکو ته مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال برابر شو.
