د دایکنډي ولایت په ۳ ولسوالیو کې د ښوونځيو ښوونکو او مسئولینو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړ شول
د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست له لوري د «اغېزمن تدریس او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځني روزنیز ورکشاپونه، د یاد ولایت د سنګتخت، بندر، اشترلي او میرامور ولسوالیو د ښوونځيو د ۱۰۸ تنو ښوونکو او آمرینو لپاره جوړ شول.
یاد روزنیز پروګرامونه د پورته ذکر شویو ولسوالیو د چارواکو، پوهنې آمرینو او ګډونوالو په حضور کې په رسمي ډول پیل شول.
د دغو ورکشاپونو منځپانګه چې د ښوونکو د پوهاوي کچې لوړولو او د هغوی د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه طرحه شوې ده، پر مهمو تعلیمي موضوعاتو او د تدریس پر نويو مېتودونو تمرکز لري.
