د زابل ولایت د محلي او چټکو زده کړوڅخه ۸۵۰ تنه زده کوونکو ۳ کلنې او ۶ کلنې زده کړې بشپړې کړې
د پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت د مرکز کلات اړوند بیلابیلو سیمو د څلویښتو هغه ټولګیو زده کوونکي رسمي ښوونځیو ته معرفي شول چې خپلې زده کړې يې له درې کلنو محلي زده کړو وروسته بشپړې کړې وې .
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د کلات ښار د شاه مردان عالي لېسه کې جوړ شوي وه د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال، د نظارت عمومي امر، د یونیسف همکارې موسسې مسؤلینو، زده کوونکو او ښوونکو برخه درلوده .
د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال روزي محمد صدیقي د خوښۍ په څرګندولو سره وویل د پوهنې ریاست کوښښ کوي ترڅو د ښوونځیو زده کړو ترڅنګ په محلي کچه په زده کړه ییزه برخه کې د ټولګیو څخه هم کار واخلی تر څو نالوستي له منځه ولاړه شي.
هغه وویل دا زده کوونکي به راتلوونکی ښوونیز کال کې خپلې پاتي زده کړې په رسمي ډول سره په ښوونځیو پیل او دوام ورکړی
هغه د یونیسف همکارې موسسې له همکاریو او مرستې مننه وکړه چې د معارف د بهبود او پرمختګ لپاره یې تر سره کړي.
دیاده ولو وړ ده ، چې د زابل ولایت د پوهنې ریاست چوکاټ کې د یونیسف همکارې موسسې له لوري په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د محلي او چټکو زده کړو ټولګي په هغه سیمو کې فعاله دي چې هلته ښوونځۍ نه وې.
