د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز
۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معين او کفيل الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د متحدو او متمرکزو ازموینو په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل او له مسوولینو یې وغوښتل چې د دغه بهیر لا ښه تطبیق لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.
۲- د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د دیني مدارسو ۱۵۰ تنو مهتممینو او ناظمینو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې ۱۲ ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
۳- د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډيمیل» سیمه کې د تحسینالقرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
۴- د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
